ایکنانیوز راپور راکوي، خداوند متعال په قرآن کریم کې فرمایي: ؛ ذلِکَ وَ مَنْ یُعَظِّمْ شَعائِرَ اللَّهِ فَإِنَّها مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ» (حج: ۳۲). لکه څنګه چې مخکې بیان شوي، ؛ شعائر» د «شعیرة» جمع ده، چې معنا ئې هغه نښې دي چې د الله د اطاعت او عبادت لپاره ټاکل شوې دي.
په دغه آیت کې، د «فإنها» ضمیر د شعائرو درناوي ته اشاره کوي، یعنې دا د خدای تعالی د نښو درناوی له زړه د تقوا راپورته کیدل دي . په بله معنا؛ د انسان د زړه او د شعائرو د ظاهري درناوي ترمینځ ژوره اړیکه موجوده ده .
له«قلوب» سره د «تقوا» یوځای کېدل دا ښئي چې د تقوا اصلي سرچینه د انسان باطن او خالص نیت دی، نه ظاهري نندارې یا دوکه ورکونکي چلندونه. هغه تقوا چې په زړه کې نه وي او یوازې په ژبه یا چلند کې ئې ادعا وشي، نو د ظاهري تقوا یوه بڼه ده چې له نفاقه سرچینه اخلي او له ارزښته لويږي.
روحالمعاني تفسیر پر دې ټکي ټینګار کوي چې په دې جملې کې «من» یا د علت لپاره دی یا د سرچینې لپاره. په دواړو بڼو کې، دا معنا ترلاسه کېږي چې د شعائرو درناوی یا د زړه له تقوا څخه رامنځته کېږي یا د دغې تقوا د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي. فخر رازي هم شعائر د الهي امر د پېژندلو لپاره نښې بولي؛ داسې نښې چې په ترسره کولو کې ئې باید سستي ونه شي، بلکې باید په شوق او له کومې پلمې پرته ترسره شي او د الله بلنې ته لبیک وویل شي.
له دې آیت څخه څو مهم پیغامونه ترلاسه کېږي:
باطني تقوا باید په چلند او عبادت کې هم څرګنده شي.
شعائرو ته بې پروائي او بې پامي د زړه د تقوا کمزوري ښئي.
د دغو نښو درناوی باید سیالۍ یا ریاکارۍ نه ،بلکې له اخلاص او پرهیزګارۍ څخه وي.
په نهایت کې، دا د انسان زړه دی چې د پروردګار په وړاندې د ارزونې معیار او ځای دی
https://iqna.ir/en/news/3493252